د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د آريانا افغان هوايي شرکت د اجرائيوي پلاوي نوبتي غونډه ترسره شوه
1405/1/24 00:00
Mumtaz خبرونه

د آريانا افغان هوايي شرکت د اجرائيوي پلاوي نوبتي غونډه ترسره شوه


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آريانا افغان هوايي شرکت د اجرائیوي پلاوي نوبتي غونډه د یاد شرکت د اجرائیوي رئیس، ملا بخت‌ الرحمن شرافت په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د عملیاتي، تجارتي او تخنيکي برخو د لا ښه والي په موخه پر يو شمېر مهمو موضوعاتو هر اړخيز بحثونه وشول.


په ياده ناسته کې د آريانا افغان هوايي شرکت د روانو چارو د ارزونې ترڅنګ د الوتنو د خونديتوب کچې لوړولو، د مسافربري او کارګو خدمتونو د معياري کولو، د عملياتي بهيرونو د چټکتيا او د تخنيکي ظرفيتونو د پياوړتيا په تړاو خبرې وشوې‌.


د یاد شرکت د اجرائيوي پلاوي غړو د خپل ملي مسؤوليت له مخې ټينګار وکړ، چې د نړيوالو هوايي معيارونو په رڼا کې به په خدماتي، عملياتي او تخنيکي برخو کې لا زيات پرمختګونه رامنځته شي، ترڅو پېرودونکو ته خوندي، باوري او معياري هوايي خدمتونه وړاندې شي.