د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مزایدې خبرتیا!
1405/1/24 00:00
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افسوټر امارتي شرکت د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې یوه حویلۍ چې څلور خونې، یو دهلېز او یو تشناب لري، نعیم خان د بسم الله زوی ته په میاشتني ډول د (۸۲۰۰) افغانیو په بدل کې په کرایه ورکوي.


ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې د یاد ملکیت په لوړه کرایه نیولو لېوالتیا لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه او رسمي وړاندیزونه د ۱۴۰۵/۰۲/۱۰ نېټې، پنجشنبې ورځ د افسوټر امارتي شرکت سوداګریزو چارو ریاست ته وسپاري.


د داوطلبۍ غونډه د ۱۴۰۵/۰۲/۱۲ نېټې، د شنبې ورځ ۱۰:۰۰ بجې په یاد امارتي شرکت کې جوړېږي.


یادونه: غوښتونکي دې شرطپاڼه ترلاسه کړي او تضمین په نغدي توګه اخیستل کېږي.


پته: د افسوټر امارتي شرکت، لسمه ناحیه، نوی ښار، ګلفروشۍ کوڅه ـ کابل