د امارتي شرکتونو لوی رئیس د بلخ پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت څخه لیدنه
د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال او ورسره مل پلاوي شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د بلخ ولایت د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د امارتي شرکتونو لوی رئیس، د شرکت تولیدي بهیر، تخنیکي چارې او اداري فعالیتونه له نږدې وارزول او د پرمختګونو رامنځته کولو په موخه یې لازمې لارښوونې وړاندې کړې.
ښاغلي بلال د یاد امارتي شرکت له کارکوونکو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او نظریات واورېدل او ژمنه یې وکړه، چې د موجوده امکاناتو په چوکاټ کې به خپلې مرستې نه سپموي.
همدارنګه ښاغلي بلال ټینګار وکړ چې د امارتي شرکتونو د پیاوړتیا، تولید زیاتوالي او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره باید ټول شرکتونه خپل فعالیتونه لا منظم او اغېزمن کړي.
په پای کې، د بلخ پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت مسؤولینو د لوی رئیس د سفر هرکلی وکړ او ډاډ یې څرګند کړ، چې د ورکړل شویو سپارښتنو پر بنسټ به خپلې چارې لا منظمې او پراخې کړي.