د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1404/10/27 00:00
Mohammad Nabi خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د بغلان بورې (شکر) امارتي شرکت په پام کې لري، چې د چغندر یا میلاس تولید شوی شربت او د چغندر پاتې شوني، د آزادې دواطلبۍ له لارې وپلوري. هغه کسان چې په دغې پروسه کې د ګډون غوښتونکي دي، خپل آفرونه او غوښتنلیکونه دې د بغلان بورې امارتي شرکت ته وسپاري او د داوطلبۍ په پروسه کې دې ګډون وکړي. پته: د بغلان بورې امارتي شرکت، د بغلان قند فابریکه، پلخمري ښار - بغلان د لازیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره په اړیکه کې شئ: ۰۷۶۶۴۰۱۳۳۸ – ۰۷۴۸۳۱۳۶۴۸ – ۰۷۴۸۸۸۵۵۲۲