د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/1/26 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په پام کې لري چې د ۱۴۰۵ هـ ل کال لپاره د خپلو امارتي کرل شويو غنمو بوس، چې ټولټال (۱۵۱۷) جریبه ځمکه رانغاړي، د څلورو جلا قراردادونو له مخې وپلوري.

د ځمکو تفصیل په لاندې ډول دی:

(۳۹۰) جریبه د هډي فارم، عبدالخېلو بلاک کې

(۳۹۵) جریبه په دویم فارم کې

(۴۹۲) جریبه په درېیم فارم کې

(۲۴۰) جریبه په څلورم فارم کې


هغه اشخاص، مؤسسې او شرکتونه چې د یادو بوسو د پېرودلو لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۳) کاري ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې امریت ته وسپاري.


یادونه: تضمین له نافذه مقرراتو سره سم په نغدي ډول اخیستل کېږي؛ نیمګړي او ناوخته رسېدلي غوښتنلیکونه د منلو وړ نه دي.

 

پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، سرخرود دوه سړکه – ننګرهار