د امارتي شرکتونو لوي ریاست
بغلان او سمنګان کې د برېښنا پروژو د چارو پر چټکتیا ټینګار
1405/1/26 00:00
Mumtaz خبرونه

بغلان او سمنګان کې د برېښنا پروژو د چارو پر چټکتیا ټینګار


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار، د تخنیکي پلاوي په ملتیا د هېواد شمالي ولایتونو ته د رسمي سفر په لړ کې، د بغلان او سمنګان ولایتونو مسؤولینو ته سپارښتنو کې وویل چې د برېښنا له تأسیساتو او روانو پراختیايي پروژو څخه دې منظمه او دوامداره څارنه ترسره شي.


ښاغلي همکار په یادو ولایتونو کې د برېښنا له سیمه‌ییزو مسؤولینو سره د لیدنو تر څنګ، د برېښنا له سب‌سټېشنونو، تخنیکي تأسیساتو او مهمو بنسټیزو برخو څخه د لیدنې سربېره، د ترکمنستان او ازبیکستان له لوریو د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د وارداتي لینونو له پروژو څخه کتنه وکړه او د چارو د لا چټکتیا، همغږۍ او معیاري تطبیق پر اړتیا یې ټینګار وکړ.


د یادونې وړ ده چې د بغلان او سمنګان د برېښنا ریاستونو مسؤولینو د افغانستان برېښنا شرکت د رهبرۍ له نږدې څارنې او ملاتړ څخه مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې د یادو پروژو د اغېزمن، پر وخت او معیاري تطبیق لپاره به لازم او جدي اقدامات ترسره کړي.