په بلخ ولایت کې د ملي بس دوه نوي لینونه فعال شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي بس امارتي شرکت له لوري د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ او د سرې او برېښنا ښارګوټي لپاره د ملي بسونو د تګ-راتګ دوه لینونه پرانېستل شول.
د یاد امارتي شرکت اجرائیوي رئیس حافظ عبدالباقي مقیم وایي چې دغه اقدام یې د یادو سیمو اوسېدونکو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو، ارزانه او منظمو خدمتونو وړاندې کولو په موخه ترسره کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د بلخ ولایت د حیرتان بندر، تاشقرغان او چمتال ولسوالیو پر ځینو مسیرونو، د ملي بس امارتي شرکت ملي بسونو له مخکې هم تګ-راتګ ترسره کاوه.