د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/1/30 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د سرپل ولایت د ارزاقو لوی مدیریت په پام کې لري، خپل ملکیت یو باب هنګر، چې اوږدوالی یې(۴۸،۵۰) متره، سور یې (۱۸،۳۰) متره او لوړوالی یې (۶،۹۴) متره دی او د سانچارک ولسوالۍ پ مرکز کې موقعیت لري، د دوه کلونو لپاره په کرایه ورکړي.


هغه اشخاص او شرکتونه چې پر شرایطو برابر وي او یاد جایداد ته اړتیا لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) کاري ورځو پورې د سرپل ولایت د مقام له لارې د یاد ولایت د ارزاقو لوی مدیریت ته وسپاري.


یادونه: غوښتونکي کولای شي چې شرطپاڼه د ټاکلې بیې په بدل کې ترلاسه کړي؛ تضمین په نغدي ډول اخیستل کېږي.


پته: د سرپل ولایت د ارزاقو لوی مدیریت، مستوفیت اداره – سرپل


د لا زياتو معلوماتو لپاره له ۰۷۸۸۳۴۲۹۲۹ شمېرې سره اړيکه ونيسئ.