د امارتي شرکتونو لوی ریاست اداري غونډه ترسره شوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست اداري غونډه ترسره شوه
د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال په مشرۍ، د امارتي شرکتونو لوی ریاست د اړوندو رئیسانو ترمنځ اداري ناسته وشوه.
د ناستې په پیل کې د جوړې شوې اجنډا له مخې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ۱۴۰۵ مالي کال د لارښود پر موضوع او د اداري او خدماتو ریاست د نیازمندیو پر موضوع بحثونه وشول.
همدارنګه په یاده غونډه کې، ګډونوالو په اداره کې د کارکوونکو د ارزیابۍ پر موضوع بحث او د ځینو متفرقه موضوعاتو په اړه یې هم مفصلې خبرې اترې وکړې.