د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه
1405/1/30 00:00
Mumtaz خبرونه

د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه



د امارتي شرکتونو لوی ریاست د لاسي صنایعو د امارتي شرکت د غونډو په تالار کې د دغه شرکت د مدیره پلاوي غونډه ترسره شوه.


د لاسي صنایعو د پراختیا امارتي شرکت اجرائیوي رئیس مولوي محمد ابراهیم نبیل د شرکت د لاسته راوړنو، د شرکت د عمومي وضعیت او نویو هغو کړنلارو په اړه په لنډ ډول راپور وړاندې کړ چې په دې وروستیو کې یې په خپلولو سره د دې شرکت د اساسي عوایدو په ډېرښت کې مثبت اغېزه کړې ده.


دغه راز د سعودي عربستان هېواد د مکې معظمې په ښار کې د لاسي صنایعو د یوې غرفې په ایجاد، د شرکت د اساسي عوایدو، اساسي فعالیتونو، په ځانګړي ډول د اغېزمنو پلانونو د تطبیق او ورته نورو مهمو لارو چارو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو.


د یادونې وړ ده چې په پای کې د مدیره پلاوي رئیس او غړو له لوري د لا اغېزمنو لارو چارو، د مولدینو د ښوونیزو پروګرامونو د پراختیا او په نورو اړوندو برخو کې لازمې لارښوونې ترسره او د ځینو چارو ستاینه هم وشوه.