د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د نرخ اخیستنې خبرتیا!
1405/1/30 00:00
Mumtaz خبرونه

د نرخ اخیستنې خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې کام امارتي شرکت، ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو ته بلنه ورکوي چې د ۶ پایې ۴۰ متره ګرین ټاور د نرخ اخیستنې په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې غوښتنې دې د یاد امارتي شرکت د نرخ اخیستنې له استعلام سره سمې چمتو کړي.


هغه حقیقي او یا هم حکمي اشخاص چې د یادو اجناسو د برابرولو غوښتونکي وي، کولای شي خپل نرخونه د نرخ اخیستنې په استعلام کې، په تړلې بڼه د خبرتیا له خپرېدلو د ۱۴۰۵/۰۱/۳۱ نېټې، دوشنبې ورځې، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو ریاست د خریدارۍ آمریت ته وسپاري.


یادونه: د نرخ اخیستنې ناوخته رسېدلي استعلامونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.


پته: د افغان ټېلې کام امارتي شرکت، محمد جان خان واټ ـ کابل