په جلال آباد ښار کې د اوبو رسولو 14 واټر پمپونو ته د برېښنا لېږد پروژې د چارو پیل
په جلال آباد ښار کې د اوبو رسولو 14 واټر پمپونو ته د برېښنا لېږد پروژې چارې پیل شوې
نېټه: شنبه/ ۲۷ / رجب المرجب/ ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت له لوري د ننګرهار ولایت په مرکز، جلالآباد ښار کې د اوبو رسولو ۱۴ واټر پمپونو لپاره د ۶ کیلو ولټه برېښنا د لېږد پروژې چارې پیل شوې.
د پرانېستې په مراسمو کې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، ښاغلي مولوي غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار ولایت مقام مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري، د ختيځ زون رئیس، د برېښنا شرکت او سیندیزې حوزې مرستیالانو او یو شمېر نورو مسؤولینو ګډون کړی وو.
د مسئولینو په وینا، د دغې پروژې لګښت ۱۲ میلیونه افغانۍ ده چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) لخوا تمویلېږي؛ پلي کېدو سره به یې په مستقیم ډول ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د دوو میاشتو په موده کې به، ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام الرحمن کظیم په دغه پرانیست غونډه کې وویل، چې د دغې پروژې له تطبیق سره به د جلال آباد ښار ۱۰ زره کورنۍ له پاکو اوبو څخه برخمنې شي او د واټر پمپونو برېښنا به د درونټې له ۶ کیلو ولټه برېښنا سره وصل شي، چې په دې سره به د برېښنا د پرچاوۍ ستونزې تر یوه بریده حل شي.
همداراز، د ننګرهار ولایت مرستیال مولوي غلام الرحمن حیدري د پروژې پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د اوبو رسولو په برخه کې د برېښنا د ستونزې حلول د ښاریانو غوښتنه وه، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به دا ځینې ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې پلي کول به نه یوازې د اوبو رسولو سیستم پیاوړی کړي، بلکې په سیمه کې به د پاکو اوبو د کمښت ستونزه هم پای ته ورسېږي.