د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت خپل (۱۰) بابه درملتونونه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې موقعیت لري، د نافذه قوانینو په رڼا کې د تړلي آفر په بڼه، په اجاره ورکوي.
۱ـ مرکز، د پغمان ولسوالۍ روغتون (۳۸مه) شمېره امارتي درملتون
۲- مرکز، د سوځېدنې روغتون ته څېرمه (۴۲مه) شمېره امارتي درملتون
۳ - لوګر ولایت، (۴مه) شمېره امارتي درملتون
۴ - بامیان ولایت، (۲مه) شمېره امارتي درملتون
۵ ـ بلخ ولایت، (لومړۍ) شمېره امارتي درملتون
۶- بلخ ولایت ، (۳مه) شمېره امارتي درملتون
۷- بلخ ولایت، (۱۴مه) شمېره امارتي درملتون
۸ - بلخ ولایت، (۵مه) شمېره امارتي درملتون
۹ - بلخ ولایت، (۶مه) شمېره امارتي درملتون
۱۰ - بلخ ولایت، (۷مه) شمېره امارتي درملتون
هغه حقیقي، حکمي او سهم لرونکي شرکتونه چې د یادو امارتي درملتونونو د اجارې نیولو لېوالتیا لري، کولای شي چې اړوند شرطپاڼه د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، د سوداګریزو چارو ریاست د خرڅلاو له آمریت څخه ترلاسه کړي.
د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۲/۱۹ نېټې، چهارشنبې ورځ، د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو، د یاد امارتي شرکت په ودانۍ کې جوړېږي.
یادونه: د (مرکز ۴۲مه شمېره، او د بلخ ولایت لومړۍ، ۳مه، ۱۴مه، ۵مه، ۶مه او ۷مه شمېره درملتونونه په شخصي سیمو کې فعالیت لري، چې په داوطلبۍ کې یې یوازې امتیاز په اجاره ورکول کېږي؛ تضمین د شرطپاڼې د مادو او مقرراتو پر اساس اخیستل کېږي.
پته: د ابن سینا فارمسي امارتي شرکت، دویمه ناحیه، شاه دو شمشېره ـ کابل