د تورغونډۍ بندر په استراس کې ګڼ شمېر پراختیايي پروژې په لاره اچول شوي
نېټه: دوشنبه / ۳ / ذوالقعده / ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د استراس امارتي شرکت د هرات ولایت د ټولګټو چارو او د کور او ښار جوړولو ریاستونو په همغږۍ د تورغونډۍ بندر څانګې لپاره، د بېلابېلو پراختیایي او اړینو پروژو د چارو پرانېسته وکړه.
د یاد امارتي شرکت مسؤولین وایي، چې د تورغونډۍ بندر څانګې د کانالیزاسیون د کانکرېټ اچوونې، د ۳۰۱۵ مترو په اوږدوالي سره د احاطوي دېوال جوړول او د وسایطو لپاره د پراخ تمځای برابرول په دغو پروژو کې شامل دي.
مسؤولین زیاتوي چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د تورغونډۍ بندر څانګې لپاره ګڼې اسانتیاوې او سهولتونه رامنځته شي.
د یادونې وړ ده چې د ځینو ترانزيټي لارو له بندېدو سره هم مهاله، د استراس امارتي شرکت له لوري د هېواد په بېلابېلو بندرونو کې د اموالو لېږد او رالېږد کې زیاتوالی راغلی.