د امارتي شرکتونو لوي ریاست
په میدان وردګ ولایت کې د ۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت نوې اداري ودانۍ جوړېږي
1405/1/31 00:00
Mumtaz خبرونه

په میدان وردګ ولایت کې د ۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت نوې اداري ودانۍ جوړېږي


نېټه: دوشنبه / ۳ / ذوالقعده / ۱۴۴۷ هـ ق


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د نفت او ګاز امارتي شرکت له لوري د ۶،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د میدان وردګ ولایت د نفت او ګاز مدیریت لپاره د نوې ودانۍ رغنیزې چارې په رسمي ډول پیل شوې. 


د ځایي مسؤولینو په وینا، دا ودانۍ د اداري خدمتونو د ښه والي، مراجعینو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او کارکوونکو لپاره د مناسب کاري چاپېریال برابرولو په موخه جوړېږي.


دغه راز، د دې پروژې د جوړولو چارې به په څلورو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.


 د افغانستان نفت او ګاز امارتي شرکت ژمن دی، چې د اداري زېربناوو د پراختیا او د عامه خدمتونو د پیاوړتیا په موخه خپلې هڅې جاري وساتي.