د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت، د خپل مرکزي دفتر لپاره د(Microwave) ټکنالوژۍ د (P2P) ۲۵MB سرعت لرونکي انټرنېټ د برابرولو او تدارک یو کلن تړون ترسره کوي.
د انټرنېټي خدمتونو ټول شرکتونه او غوښتونکي چې په یاده داوطلبۍ کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د نرخ اخیستنې اړوند سافټ فورم، له لاندې لېنک څخه ترلاسه کړي او خپل آفرونه د تدارکاتو د قانون له شرایطو سره سم په تړلې بڼه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۷) کاري ورځو پورې، د ارزاقو امارتي شرکت د تدارکاتو آمریت د خریداري مدیریت ته وسپاري.
یادونه: د آفر پرانېستلو غونډه په ټاکل شوې نېټه ترسره کېږي؛ ناوخته رسېدلي او پرلیکه آفرونه د منلو وړ نه دي.
پته: د ارزاقو امارتي شرکت، د مرکزي سیلو ترڅنګ، درېیمه ناحیه – کابل
د نرخاخیستنې فورم لېنک:
https://www.arzaq.gov.af/sites/default/files/2026-04/RFQ%20for%20Internet%20.pdf