د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/2/1 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د کونړ ولایت د ارزاقو لوی مدیریت په پام کې لري، چې د عوایدو د زیاتوالي په موخه، خپل اړوند (۲۰۰۰) متره مربع اوسپنیز ګدام چې د سالار باغ په سیمه کې موقعیت لري، د آزادې داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړي.


ټول هغه شرکتونه، ادارې او اشخاص چې د یاد تړون د نیولو لېوالتیا لري کولای شي، چې خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۷ کاري ورځو پورې چې له ۱۴۰۵/۰۲/۰۷ نېټې سره سمون لري، د کونړ ولایت د ارزاقو لوی مدیریت ته وسپاري؛ تضمین به په نغدي ډول اخیستل کېږي.


پته: د کونړ ولایت ارزاقو لوی مدیریت - کونړ


د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:

۰۷۸۳۹۴۹۲۸۴