د امارتي شرکتونو لوي ریاست
په میوند تدریسي روغتون کې د ۱۲۰ متره مکعبه اوبو تصفیه خونه جوړېږي
1405/2/2 00:00
Mumtaz خبرونه

په میوند تدریسي روغتون کې د ۱۲۰ متره مکعبه اوبو تصفیه خونه جوړېږي


د میوند تدریسي روغتون لپاره د فاضلابو د تصفیې (DEWATS) سیسټم د جوړولو پروژه، چې د ورځې د ۱۲۰ متره مکعبه اوبو ظرفیت لري، د امارتي شرکتونو د لوی رئیس مولوي احمد جان بلال، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام الرحمن کظیم، د یونیسف دفتر د استازي او یو شمېر نورو مسؤولینو په حضور کې پرانېستل شوه.


په پیل کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام الرحمن کظیم د ادارو، په ځانګړي ډول روغتونونو کې د فاضلابو د تصفیې خونې د جوړولو پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل چې د رئیس‌الوزراء د حکم له مخې ټولې ادارې، سوداګریز او استوګنیز ودانۍ باید د فاضلابو د تصفیې سیستمونه جوړ کړي.


ښاغلي کظیم زیاته کړه چې دا پروژه د اوبو رسولو امارتي شرکت د تخنیکي ټیم له لوري سروې او ډیزاین شوې ده، چې شاوخوا ۲۱۰ زره ډالره لګښت پرې راځي او د یونیسف دفتر له خوا تمویلېږي.


ورپسې، د امارتي شرکتونو لوی رئیس، مولوي احمد جان بلال د دغې لاسته راوړنې په پار د اوبو رسولو امارتي شرکت او د میوند تدریسي روغتون مسؤولینو ته مبارکي وویله او د اوبو سطحې د ساتلو لپاره یې دا ډول پروژې حیاتي وبللې.


همداراز، د کابل طبي علومو پوهنتون استازي، مولوي سید جمال آغا د ښاري اوبو رسولو امارتي شرکت د مسؤولینو له هڅو او د یونیسف دفتر له مالي مرستې مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه چې د نورو تدریسي روغتونونو، په ځانګړي ډول د کابل علي ‌اباد روغتون لپاره دې د فاضلابو د تصفیې خونې جوړې شي.


د یادونې وړ ده چې دغه ډول پروژې د هېواد د اساسي خدمتونو په پیاوړتیا او د خلکو د ژوند وضعیت په ښه والي کې مهم رول لوبوي.