د مزايدې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په اړوند فارمونو کې د ۱۴۰۴ لمریز کال د مني موسم کې تولید شوې مۍ (ماش) چې نږدې ۵,۸۵۱ منه وې، د آزادې داوطلبۍ له لارې خرڅلاو ته وړاندې کړې وې، چې په پایله کې یې ښاغلی واهب ګل د دسته ګل زوی، د هر من میو په بدل کې له ۳۵۵ افغانۍ نرخ سره، بریالی اعلان شو.
هغه اشخاص، شرکتونه او مؤسسې چې د مزايدې غوښتنه لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د نشر له نېټې تر (۷) کاري ورځو پورې، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خرڅلاو او بازار موندنې آمریت ته وسپاري.
یادونه: غوښتونکي کولای شي شرطپاڼه وګوري او مکلف دي چې د مقرراتو له مخې (۱۵۰,۰۰۰ یوسل او پنځوس زره) افغانۍ موقت تضمین د بانک د تضمیناتو حساب ته وسپاري.
پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، سرخرود دوه سړکه ـ ننګرهار