د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست ټولو پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، چې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د نقلیه وسایطو د پرزو تدارک د داوطلبۍ په پروسه کې چې تشخصیه شمېره یې (GDSOC/1405/NCB/G-9) ده، ګډون وکړي.
غوښتونکي دې د شرطپاڼې سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له وېبسایټ څخه او همدارنګه په حضوري ډول له یاد ریاست څخه په فلش ډېسک کې ترلاسه کړي؛ خپل آفرونه دې د شرطپاڼې له شرایطو سره سم ترتیب کړي او له ټولو ضمایمو سره یوځای دې په ټاکلې ورځ د آفر پرانېستنې پر وخت وړاندې کړي.
د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۲/۲۲ نېټې، سه شنبې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجې د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تدارکاتو په ریاست کې جوړېږي.
یادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
پته: د امارتي شرکتونو لوی ریاست، د عامې روغتیا څلور لارې ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۲۰۲۵۲۷۱۴۱