د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1404/10/28 00:00
Mumtaz خبرونه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په پام کې لري، چې د زیتون فابریکې تولید شوي شاوخوا (۱۸) ټنه تېلي اچار، د پلور لپاره داوطلبۍ ته وړاندې کړي. هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې د یادو تېلي اچارو د پېرلو غوښتنه لري، کولای شي خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا د نشر له نېټې تر (۷) کاري ورځو پورې، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خرڅلاو او بازار موندنې آمریت ته وسپاري. یادونه: غوښتونکي کولای شي شرطپاڼه وګوري او د مقرارتو سره سم دې (۱۰۰٬۰۰۰ سل زره) افغانۍ، موقت تضمین د بانک د تضمیناتو حساب ته وسپاري. پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، سرخرود دوه سړکه ـ ننګرهار