د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د جوزجان ولایت مرکزي د تېلو پمپ په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي
1405/2/6 00:00
Mumtaz خبرونه

د جوزجان ولایت مرکزي د تېلو پمپ په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د نفت او ګاز امارتي شرکت د خپلو بنسټیزو پروژو په دوام، دا ځل د جوزجان ولایت مرکزي د تېلو پمپ د پرانېستې او بشپړې ګټې اخیستنې لپاره چمتو کړی دی.


د تېلو یاد پمپ د خصوصي سکټور د پانګونې یوه مهمه بېلګه ده، چې شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې شوی او د امتیازي تړون له مخې د ۱۴ کلونو لپاره د (فضل عقاب فرزاد لمیټډ) سوداګریز شرکت ته سپارل شوی دی.


د یادونې وړ ده چې د دې پروژې اساسي موخه کورني بازار ته د باکیفیته نفتي موادو وړاندې کول، د وېش بهیر اسانتیا او د خدمتونو معیاري کول دي؛ همدارنګه ټینګار شوی چې د دې مرکز د فعالیت پر مهال به د چاپېریال ساتنې اصول په بشپړ ډول مراعت شي.