د ارزاقو امارتي شرکت له لوري بېلابېلو ولایتونو ته خوراکي توکي ولېږدول شول
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ارزاقو امارتي شرکت د ولایتي مدیریتونو له لوري د خپلو بنسټیزو فعالیتونو او سوداګریز پلان له مخې، د سرپل ولایت د روږدو د درملنې ۳۰ بستریز روغتون ته د یوې میاشتې لپاره ۱۹ قلمه اعاشوي مواد، د بادغیس ولایت د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټیټوت ته ۱۷ قلمه، د بامیانو ولایت د ورس ولسوالۍ د روږدو روغتون ته ۱۱ قلمه او د ارزګان پوهنتون استادانو ته ۲۵ قلمه خوراکي توکي ولېږدول.
د ارزاقو امارتي شرکت مسؤولین وایي، چې دا توکي د اړوندو پلاویو په شتون کې په رسمي ډول سپارل شوي او پکې وریجې، مایع غوړي، خام نخود، مالګه، لوبیا، میوه، بوره، چای، وچې شیدې او نور لومړني مواد شامل دي، چې د اړوندو ادارو اړتیاوې پوره کوي.
د یادونې وړ ده، چې د ارزاقو امارتي شرکت له لوري د خوراکي توکو د اکمال او وېش بهیر په ټول هېواد کې د ولایتي مدیریتونو لخوا په منظم ډول دوام لري.