د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د نظر اخیستنې خبرتیا!
1405/2/7 00:00
Mumtaz خبرونه

د نظر اخیستنې خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت اړوند د ګرشک ولسوالۍ دهمزنګ ساحه کې ۴۰ باب پاخه کورونه چې په ۱۴ جريبه ځمکه باندې جوړ شوي، د اجارې لپاره وړاندې کوي.


هغه اشخاص، شرکتونه او پانګوال چې غواړي د ذکر شویو کورونو په اړه طرحه، نظر یا د فعالیت وړاندیز ولري، کولای شي خپله مفصله طرحه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲۶ /۲ /۱۴۰۵نېټې پورې دې یاد امارتي شرکت ته وسپاري .


ټولې ترلاسه شوې طرحې به تر تخنیکي او اقتصادي تحليل وروسته وڅېړل شي او غوره طرحه به مناسب فعاليت ته په کتو سره انتخاب شي .


یادونه: دغه جایداد د نظر سنجۍ لپاره وړاندې شوی، ترڅو تر ټولو مناسب، ګټور او عملي فعالیت لپاره په اجاره ورکړل شي.


پته: د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت ـ هلمند