د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د نرخ اخیستنې خبرتیا!
1405/2/7 00:00
Mumtaz خبرونه

د نرخ اخیستنې خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ټېلې کام امارتي شرکت ټولو پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، چې د روان کال د غوايي او غبرګولي میاشتې د اړتیا وړ، ۱۸۲۲۰ لیتره مبلایلو د تدارک او برابرولو د نرخ نیونې په پروسه کې، ګډون وکړي.


هغه حقیقي او یا هم حکمي اشخاص چې د یادو اجناسو او چوپړتیاوو د برابرولو غوښتونکي وي، کولای شي خپل نرخونه د نرخ اخیستنې په استعلام کې، په تړلې بڼه د خبرتیا له خپرېدلو د ۱۴۰۵/۰۲/۰۹ نېټې، چهارشنبه ورځ، د سهار له ۹:۰۰ څخه تر ۱۰:۰۰ بجو د افغان ټېلې کام امارتي شرکت د تدارکاتو ریاست د خریدارۍ آمریت ته وسپاري.


یادونه: د نرخ اخیستنې ناوخته رسېدلي استعلامونه په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.


پته: د افغان ټېلې کام امارتي شرکت، محمد جان خان واټ ـ کابل


د اړیکې شمېره: ۰۲۰۲۱۰۶۲۵۸