د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د آريانا افغان هوايي شرکت ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
1404/10/29 00:00
Mumtaz خبرونه
د آريانا افغان هوايي شرکت ځانګړې چارټر کارګو الوتکه کابل ته راورسېده نېټه: دوشنبه / ۲۹ / رجب المرجب / ۱۴۴۷ هـ ق د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آريانا افغان هوايي شرکت د نويو بنسټيزو پرمختګونو په دوام، د دې شرکت يوه ځانګړې چارټر کارګو (Boeing-737-300) الوتکه نن کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده، چې د سوداګريزو اموالو د انتقال په موخه به د ډهلي سکټور لپاره ځانګړې شي. دغه کارګو الوتکه يو مسير د شاوخوا ۱۶.۵ ټنه وزن د لېږد ظرفيت لري او د محتده عربي اماراتو د سرپلیکس قراردادي کمپنۍ سره يې د شپږو مياشتو لپاره رسمي تړون ترسره شوی دی. د آريانا افغان هوايي شرکت رئيس محترم الحاج ملا بخت‌ الرحمن شرافت وايي، چې دا له ملي سوداګرو سره د آريانا د ترسره شويو ژمنو د عملي کولو يوه برخه ده. د نوموړي په وينا، د کارګو شبکې د پراختيا، د ملي اقتصاد د پياوړتيا، د هوا له لارې د صادراتو او انتقالاتو د زياتوالي او د افغانستان د هوايي ټرانسپورټ د ظرفيت لوړولو په موخه د آريانا هڅې دوام لري. د دې کارګو الوتکې له لارې به ملي سوداګرو ته دا فرصت برابر شي، ترڅو خپل سوداګريز اموال پر وخت، په ارزانه، خوندي او چټکه توګه نړيوالو بازارونو ته ولېږدوي.