په هېواد کې د نفتي ذخایرو ۴۰ زره ټنه ظرفیت بیاځلي فعالېدل
نېټه: دوشنبه / ۱۰ / ذوالقعده / ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د نفت او ګاز امارتي شرکت په حیرتان بندر کې د کابل بانک (۲مه) شمېره ذخیرو د بیارغونې پروژه پیل کړې ده.
دغه ذخیرې چې ټولیز ظرفیت یې ۶۰ زره ټنه دی، اوس مهال ترې شاوخوا ۲۰ زره ټنه استفاده کېږي او هڅې روانې دي څو پاتې ۴۰ زره ټنه ظرفیت هم بشپړ فعال شي.
یادې ذخیرې چې له ۱۷ کلونو راهیسې غیرفعاله پاتې وې، اوس مهال د فعالېدو په درشل کې دي، چې د بیارغونې چارې یې د حیرتان بندر د نفت او ګاز ریاست تر څارنې لاندې په منظم ډول روانې دي.
د یادونې وړ ده چې د ریل پټلۍ اړوند اسانتیاوې برابرې شوې، ترڅو یادو ذخیرو ته د واګونونو د رسېدو زمینه برابره شي.