د امارتي شرکتونو لوی ریاست تخنیکي کمېټې ناسته وکړه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، مولوي سعید الرحمن مظهري په مشرۍ د تخنیکي کمېټې د غړو، متخصصینو او د یو شمېر امارتي شرکتونو استازو په ګډون، د تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د ارزاقو، نفت او ګاز، ملي بس، د بلخ سیلو، د کندهار نخي او نساجي او د هلمند د حجارۍ او نجارۍ امارتي شرکتونو د ۱۴۰۵ لمریز کال د مالي، سوداګریزو او تدارکاتي پلانونو په اړه مفصل بحث وشو.
د غونډې په لړ کې د افغان پُست امارتي شرکت د ۱۴۰۵ لمریز کال په مالي، سوداګریز او تدارکاتي پلان د بحث سربېره، د یاد امارتي شرکت د الکترونیکي پیسو د ورکړې خدمتونو جواز (EMI) موضوع باندې خبرې وشوې.
د ناستې په پای کې تخنیکي غړو پر یو شمېر متفرقه موضوعاتو بحث وکړ او د وروستیو پرېکړو لپاره یې د څار پلاوي ته راجع کړل.