د امارتي شرکتونو لوي ریاست
خبرتیا!
1405/2/8 00:00
Mumtaz خبرونه

خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د هوس آپارتمان سوداګریز او استوګنیز مارکېټ (نوې عصري موبایل پلازه) چې په مشارکتي ډول د (۲۰) کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی، د دې مارکېټ اړوند هټۍ او استوګنیز کورونه يوازې په کرایه ورکول کيږي؛ قطعي خرڅلاو، ګروي او یا په تضمین ورکول یې مطلق بند دي.


په همدې اساس له حقوقي ستونزو څخه د مخنیوي په موخه د معاملاتو له ټولو لارښوونو (رهنمای معاملاتو) څخه هیله کېږي، چې یاد شوي شرایط په پام کې ونیسي.