د کندهار لرغونو سیمو د بهرنیو سیلانیانو پام ځانته اړولی
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان تور امارتي شرکت مسؤولین وايي چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال د وري په میاشت کې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه، شاوخوا ۵۰ تنه بهرني سیلانیان کندهار ولایت ته راغلي دي، چې ډېری دغه سیلانیان د چین، امریکا، هالند او هند هېوادونو اتباع دي.
یادو سیلانیانو د کندهار ولایت له یو شمېر مهمو لرغونو او فرهنګي ځایونو څخه لیدنه کړې، چې پکې خرقه شریفه، چهل زینې، د احمد شاه بابا مزار او نورې ورته تاریخي سیمې شاملې دي؛ دغه سیمې نه یوازې د افغانستان د تاریخ مهمې نښې دي، بلکې د سیمې د فرهنګي هویت استازیتوب هم کوي.
د یادونې وړ ده چې د کندهار ځینې سیمې د خپل لرغوني او فرهنګي ارزښت له امله ځانګړی اهمیت لري؛ د بهرنیو سیلانیانو تر څنګ، زرګونه کورني سیلانیان هم هر کال دې ولایت ته سفر کوي چې دا چاره د سیاحت د ودې او اقتصادي پرمختګ لپاره اړینه بلل کېږي.