د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د لاسي صنايعو او ګرځندوی د پراختیا په موخه درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو
1405/2/8 00:00
Mumtaz خبرونه

د لاسي صنايعو او ګرځندوی د پراختیا په موخه درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک شو



د امارتي شرکتونو لوی ریاست د لاسي صنايعو د پراختیا امارتي شرکت او افغان تور امارتي شرکت اجرائیوي رئیسانو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی له ریاست سره د اقتصادي ودې لارو چارو، د لاسي صنايعو پیاوړتیا او د ګرځندوی پراختیا په اړه ګډه ناسته ترسره کړه.


په دې ناسته کې د لاسي صنايعو د اهمیت، د هېواد اصیل هویت په ساتنه کې یې د رول او د ملي عوایدو په زیاتوالي کې د ګرځندوی ونډې په اړه هر اړخیز بحث وشو.


د غونډې ګډونوالو د لاسي صنايعو د تولیدوونکو ملاتړ، د ګرځندوی خدمتونو ښه‌والي او د ګډو پروګرامونو د پلي کولو لپاره پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.


د ناستې په لړ کې د یادو امارتي ادارو ترمنځ د هر اړخیزې همکارۍ هوکړه لیک هم لاسلیک شو.


د یادونې وړ ده چې د غونډې په پای کې د همکاریو پر پراختیا او د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره د عملي پروګرامونو پر پلي کولو هوکړه وشوه.