د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د بیات پاور ۴۰ مېګاواټه برېښنا تولید لپاره د ګاز تړون وغځول شو
1405/2/9 00:00
Mumtaz خبرونه

د بیات پاور ۴۰ مېګاواټه برېښنا تولید لپاره د ګاز تړون وغځول شو


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي اخترمحمد منصور او د بیات پاور شرکت مرستیال، محمد اسماعیل ترمنځ د ۴۰ مېګاواټه برېښنا تولیدي توربین لپاره د ګاز د تأمین تړون د بیا ځلې لپاره لاسلیک شو.


په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د افغان ګاز امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي اخترمحمد منصور د ګازي برېښنا د ګټو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې طبیعي ګاز د برېښنا تولید لپاره یو له مهمو او اغېزمنو سرچینو څخه ګڼل کېږي.


ښاغلي منصور په خپلو خبرو کې وویل، چې طبیعي ګاز د هوا د ککړتیا د مخنیوي او مناسب لګښت له امله د اقتصادي ودې لپاره هم اړین دی او له همدې امله د بیات پاور شرکت د برېښنا تولیدي توربین لپاره د ګاز د تأمین تړون، چې په یوه شپه او ورځ کې ۹۶۰ مېګاواټه برېښنا تولیدوي، وغځول شو.


د یادونې وړ ده چې د افغان ګاز امارتي شرکت په ۲۴ ساعتونو کې، د بیات پاور شرکت د اړتیا وړ شاوخوا ۲۳۰ زره متر مکعبه ګاز، د تأمین وړتیا لري.