د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د قوشتېپې له ستر او ملي کانال څخه لوړپوړي پلاوي لیدنه وکړه
1405/2/9 00:00
Mumtaz خبرونه

د قوشتېپې له ستر او ملي کانال څخه لوړپوړي پلاوي لیدنه وکړه


د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر، مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ لوړپوړی پلاوی، د هېواد شمالي ولایتونو ته د سفر پر مهال د قوشتېپې ستر او ملي کانال له روانو چارو او بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او د یادې پروژې کاري پرمختګ یې له نږدې وڅاره.


په دغه پلاوي کې د چارو ادارې لوی رئیس، شیخ نورالحق انور د ملي پراختیا شرکت اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال مجیب‌الرحمن عمر آخندزاده، د اقتصادي معاونیت استازی مولوي احرار او د اړوندو ادارو یو شمېر متخصصین هم شامل وو.


مولوي عطاءالله عمري د لیدنې پر مهال د اوبو د سرچینو اغېزمن مدیریت د کرنې سکتور د پیاوړتیا لپاره یوه اساسي اړتیا وبلله او د ملي پراختیا شرکت روان فعالیتونه یې د هېواد په تاریخ کې مهم ګام یاد کړ.


همدارنګه د چارو ادارې لوی رئیس، شیخ نورالحق انور د قوشتېپې کانال روان کارونه د هېواد د پرمختګ لپاره ډېر مهم وبلل او په دې پروژه کې یې د ملي پراختیا شرکت د رهبرۍ هڅې د ستاینې وړ وبللې؛ نوموړي دا پروژه د اقتصادي ثبات او د هېواد د ځان‌بسیاینې په برخه کې یو بنسټیز بدلون وباله او د چارو ادارې د دوامدار ملاتړ ډاډ یې ورکړ. 


همداراز عبدالرحمن عطاش د پلاوي له حضور څخه د مننې ترڅنګ ټینګار وکړ چې د ملي پراختیا شرکت تخنیکي ټیمونه په چټکۍ سره کار کوي، څو د پروژې پاتې برخې د ملي او نړۍوالو معیارونو سره سمې بشپړې شي.


د یادونې وړ ده، چې د قوش‌تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې بشپړېدو ته نږدې شوي او اوسمهال د کانال په مسیر کې پر ۲۸ پلونو او د اوبو پر کنټرولوونکو ساختمانونو کار روان دی، چې په بشپړېدو سره به یې د آمو سیند اوبه د فاریاب ولایت تر اندخوی ولسوالۍ پورې ورسېږي.