د ملي بس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، د لغمان او ننګرهار د ملي بس له مسؤولینو سره وکتل
د ملي بس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، د لغمان او ننګرهار د ملي بس له مسؤولینو سره وکتل
نېټه: سه شنبه/ ۱ / شعبان المعظم/ ۱۴۴۷ هـ ق
د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د ملي بس امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، حافظ عبدالباقي مقیم د لغمان او ننګرهار ولایتونو د ملي بس له آمرینو او مسئولینو سره ولیدل.
په یاده لیدنه کې، حافظ عبدالباقي مقیم د ملي بس د خدمتونو د ښه والي او د لغمان ـ ننګرهار ولایتونو ترمنځ د ملي بس د لینو د بیا فعالولو پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې.
همدارنګه، ښاغلي مقیم د غیر فعال ملي بس موټرو د بیا فعالولو لپاره اړینې سپارښتنې وکړې.