د نظر اخیستنې خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت خپل مازاد جایدادونه د پنبې (۲) بابه (٢مه او ٣مه شمېره) ګدامونه چې د لښکرګاه ښار د قلعه کهنه په سیمه کې موقعیت لري، د اجارې په موخه نظر اخیستنې ته وړاندې کوي.
هغه اشخاص، شرکتونه او پانګوال چې د یادو جایدادونو په اړه طرحه، نظر یا د فعالیت وړاندیز لري، کولای شي خپله مفصله طرحه د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۳۰/۰۲ /۱۴۰۵ نېټې پورې دې، یاد امارتي شرکت ته وسپاري .
یادونه: ټولې ترلاسه شوې طرحې به تر تخنیکي او اقتصادي تحليل وروسته وڅېړل شي او غوره طرحه به مناسب فعاليت ته په کتو سره وټاکل شي.
پته: هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت، لښکرګاه ښار ـ هلمند