د امارتي شرکتونو لوي ریاست
شمالي ولایتونو ته د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس سفر
1405/2/12 00:00
Mumtaz خبرونه

شمالي ولایتونو ته د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت د اجرائیوي رئیس سفر


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌الرحمن کظیم او ورسره مل پلاوي شمالي ولایتونو (سمنګان، جوزجان، سرپل او بلخ) ته د سفر په ترڅ کې د اوبو رسولو د پروژو پراختیا، د سرچینو اغېزمن مدیریت او د فاضلابو تنظیم په موخه له اړوندو سیمه‌ییزو مسؤولینو سره لیدنې او بحثونه ترسره کړل.


د سفر په لومړي پړاو کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌الرحمن کظیم د سمنګان ولایت له والي، ملا محمد شعیب رسالت سره د لیدنې پرمهال د خرم او سارباغ ولسوالۍ د اوبو رسولو د انتقالي شبکې ساتنې او د «حسن خېلو» سیمې د نوې پروژې پیل په اړه خبرې وکړې؛ د سمنګان والي د یادو پروژو د ملاتړ ژمنه وکړه او پرېکړه وشوه چې د ستونزو د حل لپاره به یو ګډ تخنیکي ټیم سیمې ته واستول شي.


د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، جوزجان او سرپل ولایتونو ته سفر وکړ او هلته یې د جوزجان له والي، مولوي عبدالله سرحدي او د سرپل له والي، مولوي احمدشاه دین دوست سره د اوبو رسولو د پراختیا په اړه خبرې ترسره کړې؛ په دغو ناستو کې د سطحي اوبو د اغېزمنې استفادې پر اړتیا ټینګار وشو، تر څو د ځمکې لاندې اوبو پر سرچینو فشار راکم او د څښاک پاکو اوبو دوامداره سیستم رامنځته شي.


د سفر په وروستي پړاو کې، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي غلام‌الرحمن کظیم بلخ ولایت ته ولاړ او هلته یې د بلخ والي، الحاج محمد یوسف وفا او د مزار شریف ښاروال سره لیدنه وکړه؛ په دې لیدنه کې د اوبو سرچینو مدیریت، د شبکو پراختیا او د فاضلابو د سیستم تنظیم مهمو موضوعاتو باندې خبرې وشوې چې د بلخ والي د فاضلابو د تصفیې (FSTP) سیستم د جوړېدو لپاره د ځمکې د ځانګړي کېدو ژمنه وکړه.


همداراز، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، د شمال زون د اوبو رسولو رئیس انجنیر نصرالدین نصرت سره په ګډه د شمال زون د اوبو رسولو د عمومي وضعیت هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه او د خدمتونو د ښه والي لپاره یې لازمې لارښوونې وړاندې کړې.


د یادونې وړ ده چې دغه سفر د شمالي ولایتونو د اوبو رسولو د سیستم د پیاوړتیا، د سرچینو د دوامداره مدیریت او د ښاري خدمتونو د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.