د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د نړیوالې کارګو د چټکتیا په موخه ناسته ترسره شوه
1404/10/30 00:00
Mumtaz خبرونه
د نړیوالې کارګو د چټکتیا په موخه ناسته ترسره شوه د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغان پُست امارتي شرکت او ترکش ایرلاین استازو ترمنځ د نړیوالې کارګو، پُستي مراسلاتو او برېښنايي سوداګرۍ د همکارۍ په موخه ګډه ناسته ترسره شوه. د افغان پُست امارتي شرکت د سوداګرۍ د ودې او پراختیا ریاست رئیس، انجنیر ذبیح‌ الله عمر او د څارنې او ارزونې ریاست رئیس، انجنیر عبدالمتین مزمل، د سویلي آسیا لپاره د ترکش ایرلاین د کارګـو او پُستي لېږدونې له مسؤول او د سویلي آسیا لپاره د ویډیګ له مسؤول سره، د نړیوالې کارګـو، پُستي مراسلاتو د لېږدونې، برېښنايي سوداګرۍ (E-Commerce) او ګډې همکارۍ په اړه ناسته ترسره کړه. د یادونې وړ ده چې د دواړو لوریو ترمنځ د ګډې همکارۍ پر شته امکاناتو او راتلونکو ګامونو هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.