د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/2/14 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!



د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي پراختیا امارتي شرکت په پام کې لري، چې د جبل‌السراج سمنټو فابریکې د ۱۴۰۵ کال اړوند (۱۵،۰۰۰ پنځلس زره) ټنه تولیدېدونکي سمنټ، د ازادې داوطلبۍ له لارې وپلوري.



پر شرایطو برابرو حقیقي او حکمي اشخاصو ته خبر ورکول کېږي، چې په دغه داوطلبۍ کې د ګډون په موخه، د شرطپاڼې کاپي د ملي پراختیا امارتي شرکت له مرکزي دفتر څخه، ترلاسه کړي.



غوښتونکي باید خپل غوښتنلیکونه د خبرتیا له خپرېدو څخه تر ۱۴۰۵/۰۲/۲۳ نېټې، چهارشنبې ورځې پورې د یاد امارتي شرکت د عامه اړیکو آمریت ته وسپاري.



د آفرونو پرانېست غونډه د ۱۴۰۵/۰۲/۲۳ نېټې، چهارشنبې ورځ د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د ملي پراختیا امارتي شرکت د غونډو په تالار کې ترسره کېږي.



پته: د ملي پراختیا امارتي شرکت، قصبه، ۱۵مه ناحیه – کابل