د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ او د صنعت او سوداګرۍ رهبرۍ ترمنځ ناسته وشوه
1405/2/14 00:00
Mumtaz خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ او د صنعت او سوداګرۍ رهبرۍ ترمنځ ناسته وشوه 


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي سره په هېواد کې د صنعتي برخې پراختیا لپاره د برېښنا بنسټونو اړوند پراختیايي پروژو اړتیا او خدمتونو په اړه خبرې وکړې. 


ښاغلي همکار، منځنۍ آسیا هېوادونو ته د خپلو وروستیو سفرونو په لړ کې د برېښنا انرژۍ برخه کې، همکاریو ته هیله مندي وښوده او هېواد کې یې د صنعت پراختیا ته د شته آسانتیاوو په اړه خبرې وکړې. 


ښاغلي نورالدین عزیزي، د افغانستان برېښنا شرکت له لوري هېواد کې صنعتي برخو ته د اړتیا وړ برېښنا خدمتونو پراختیا او ډاډمنتیا په تړاو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د هېواد اقتصادي ځان بسیاینې لپاره به صنعت کارانو ته نوې آسانتیاوې رامنځته کړي.


ښاغلي عزیزي، دغه راز پنجشېر ولایت لپاره د برېښنا تولید او تاسیساتو پروژو امکاناتو په اړه هم د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس سره بحثونه وکړل.