د امارتي شرکتونو لوي ریاست
تېره میاشت د آريانا افغان هوايي شرکت له ۳۸ زره څخه زیات مسافرین لېږدولي دي
1405/2/14 00:00
Mumtaz خبرونه

تېره میاشت د آريانا افغان هوايي شرکت له ۳۸ زره څخه زیات مسافرین لېږدولي دي



د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آریانا افغان هوايي شرکت د روان ۱۴۰۵ هـ ل کال د وري مياشتې له پيله څخه تر پايه د مسافر وړونکو او کارګو پروازونو له لارې ګڼو نړيوالو او کورنيو سکټورونو ته (۳۸۳۵۴) مسافرين او (۶۷۳) ټنه سوداګريز اموال انتقال کړي دي.


په نړيوالو سکټورونو کې ډهلي، اسلام آباد، دُبۍ، استانبول، آنقره، جده، مسکو او په کورنيو سکټورونو کې کابل، کندهار، هرات او مزارشريف شامل دي، چې د سوداګريزو انتقالاتو زياته برخه ډهلي او دوبۍ سکټورونو ته ترسره شوې ده.


په دغو انتقالاتو کې (۴۰۵) ټنه صادرات او (۲۶۸) ټنه واردات دي، چې د صادراتو زياته برخه يې وچه مېوه، هېنګ (اینجه)، زعفران او لاسي صنایع دي.


دغه لاسته راوړنه د آريانا افغان هوايي شرکت د عملياتي ظرفيت د‌ لوړوالي، تخنيکي چمتووالي او د هېواد د هوايي ترانسپورټ د بنسټيز پرمختګ څرګندونه کوي.