د امارتي شرکتونو لوی ریاست د تخنیکي کمېټې ناسته وشوه
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د دفتر رئیس، مولوي سعید الرحمن مظهري په مشرۍ، د تخنیکي کمېټې ناسته د اړوندو غړو، تخنیکي متخصصینو او د بېلابېلو امارتي شرکتونو استازو په شتون کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې د هلمند بُست، افغان ملي بیمې او د مکروریانونو د ساتنې او څارنې امارتي شرکتونو د مدیره هیئت پر پرېکړو هر اړخیز او مفصل بحث وشو، چې موخه یې د یادو شرکتونو د چارو لا ښه تنظیم او پیاوړتیا وه.
همداراز، د بلخ نساجۍ، د لاسي صنایعو د پراختیا او د غوښو او لبنیاتو برابرولو (مسلخ) امارتي شرکتونو د ۱۴۰۵ لمریز کال پر مالي پلانونو هم خبرې وشوې، ترڅو د راتلونکي کال لپاره واضح او عملي تګلاره وټاکل شي.
د غونډې په پای کې د آزادۍ مطبعې امارتي شرکت لپاره د ۱۳ پایو مختلفو ماشینآلاتو د پېر، د استراس امارتي شرکت د بندري خدماتو د پراختیا او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث وشو.