د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د برېښنا تولید او شبکو غځونې په برخه کې، د تاجکستاني پانګوالو لېوالتیا
1404/10/30 00:00
Mumtaz خبرونه
د برېښنا تولید او شبکو غځونې په برخه کې، د تاجکستاني پانګوالو لېوالتیا د امارتي شرکتونو لوی ریاست تر چتر لاندې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رئیس، ملا عبدالحق همکار د تاجکستان هېواد پانګوال شرکت مسئولینو ته د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او د پانګونې لپاره رامنځته شوي خوندي شرایط یې د ډاډ وړ وبلل. همداراز، د تاجکستان هېواد پانګوالو د نوې کېدونکې برېښنا او برېښنا وېش تاسیساتو جوړونې برخو کې پانګونې ته لېوالتیا وښوده او په اړوندو برخو کې یې د همکاریو غوښتنه وکړه. د یادونې وړ ده، چې هېواد کې د برېښنا تولید او تاسیساتو جوړونې برخو کې، ملي او نړیوالې پانګونې زیاتې شوي او لا هم مخ پر زیاتېدو دي.