د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د مزایدې خبرتیا!
1405/2/15 00:00
Mumtaz خبرونه

د مزایدې خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خپلو څلورګونو فارمونو د ۱۴۰۵ لمریز کال د ۱۵۱۷ جریبه ځمکې د غنمو بوس، د مزایدې له لارې اعلان ته سپاري.


۱. د هډې فارم (عبدالخېلو بلاک) ۳۹۰ جریبه ځمکې د غنمو بوس؛ ښاغلي شمس‌الرحمن ولد عبدالودود ته، یو من د ۲۷ افغانیو په بدل کې ورکړل شوي.

۲. د دویم فارم ۳۹۵ جریبه ځمکې د غنمو بوس؛ نظیف افرا شرکت ته، یو من د ۲۷.۵ افغانیو په بدل کې ورکړل شوي.

۳. د درېیم فارم ۴۹۲ جریبه ځمکې د غنمو بوس؛ ښاغلي موسم خان ولد عجب خان ته، یو من د ۲۸ افغانیو په بدل کې ورکړل شوي.

۴. د څلورم فارم ۲۴۰ جریبه ځمکې د غنمو بوس؛ ښاغلي عرفان‌الله ولد ایوب خان ته، یو من د ۲۶ افغانیو په بدل کې ورکړل شوي.


هغه حکمي او حقیقي اشخاص چې په یاده مزایده کې د ګډون لېوالتیا لري، کولای شي د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر درې (۳) کاري ورځو پورې خپل غوښتنلیکونه د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خرڅلاو او بازارموندنې آمریت ته وسپاري.


یادونه: غوښتونکي شرطپاڼه کتلای شي؛ په مزایده کې ګډونوال مکلف دي چې د نافذه مقرراتو له مخې د هر فارم لپاره (۱۰۰،۰۰۰ سل زره) افغانۍ مؤقت تضمین، د بانکي تضمیناتو حساب ته تحویل کړي.


پته: د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت، د سره رود ولسوالۍ دوه سړکه ـ ننګرهار