د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/2/16 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا! 


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت ټولو پر شرایطو برابرو غوښتونکو ته بلنه ورکوي، ترڅو د اړتیا وړ د (۳۰) کیلوواټ په ظرفیت د یو پی اس (UPS) او اړوند وسایلو په داوطلبۍ کې، چې تشخیصیه شمېره یې (AHSP/1405/NCB/G-104) ده، ګډون وکړي. 


غوښتونکي دې خپل غوښتنلیکونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له قانون سره سم په تړلې بڼه، د ۱۴۰۵ هـ ل کال د غبرګولي میاشتې، ۱۳مې نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې، د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت د تدارکاتو آمریت ته وسپاري. 


د یادې پروژې د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵ هـ ل کال د غبرګولي میاشتې په ۱۳مه نېټه، د سهار پر ۱۰:۰۰ بجو د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت د غونډو په تالار کې جوړېږي. 


يادونه: ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي؛ غوښتونکي کولای شي شرطپاڼه د (NDA) یا د معلوماتو د نه افشاء تړون تر لاسلیک وروسته د فلش ډېسک او یا هم د برېښنالیک له لارې د تدارکاتو آمریت څخه تر لاسه کړي. 


پته: د خوندي اسنادو د چاپ امارتي شرکت، اوومه ناحیه، د چهلستون عمومي سړک، د جنګلک پخوانۍ فابریکه – کابل