د امارتي شرکتونو لوي ریاست
ننګرهار کې ۱۵ تنو زده‌ کړيالانو ته د عملي زده‌ کړو زمينه برابره شوه
1405/2/17 00:00
Mumtaz خبرونه

ننګرهار کې ۱۵ تنو زده‌ کړيالانو ته د عملي زده‌ کړو زمينه برابره شوه


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت له لوري د ننګرهار ميخانيکي انسټيټیوټ د برېښنا قوې څانګې ۱۵ تنو زده‌ کړيالانو ته د عملي زده ‌کړو زمينه برابره شوه.


د یاد امارتي شرکت د برېښنا او تخنيک عمومي مدير، زده‌ کړيالانو ته د سولر پارک، بېلابېلو برېښنايي سيستمونو، د ۱.۲ مېګاواټه لمريزې برېښنا شبکې، واټرپمپونو او نورو تخنيکي برخو اړوند عملي او مسلکي معلومات وړاندې کړل.


د یادونې وړ ده چې دا ډول عملي پروګرامونه به زده ‌کړيالانو ته د علمي پوهې او عملي وړتياوو په لوړولو کې مهم رول ولري.