د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د انټرکانټیننټال او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د همکاریو هوکړه وشوه
1405/2/19 00:00
Mumtaz خبرونه

د انټرکانټیننټال او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د همکاریو هوکړه وشوه


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د انټرکانټیننټال امارتي شرکت او د صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.


یاد هوکړه لیک د ګډو همکاریو د پیاوړتیا، د هوټلدارۍ صنعت ودې، د سوداګرۍ پراختیا، د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او مېلمنو ته د غوره چوپړتیاوو وړاندې کولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.


په دغو همکاریو کې غوره اسانتیاوې برابرول، د خدمتونو د کچې لوړول، د پانګونې ملاتړ او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول شامل دي.