د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د داوطلبۍ خبرتیا!
1405/2/20 00:00
Mumtaz خبرونه

د داوطلبۍ خبرتیا!


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د افغانستان برېښنا شرکت ټولو پر شرايطو برابرو کسانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د CAT ډوله جنراټورونو د پرزو او د ډیزل فلتربات برابرولو په داوطلبۍ کې چې تشخصیه شمېره یې (د برېښنا شرکت/۱۴۰۵/د ازادې داوطلبۍ له لارې /جنسونه/ ۰۵) ده، ګډون وکړي.


غوښتونکي دې د شرطپاڼې کاپي په سافت بڼه د جنسونو د تدارکاتو له مدیریت څخه او یا هم د افغانستان برېښنا شرکت له (www.dabs.af) وېبپاڼې څخه په آنلاین ډول ترلاسه کړي او خپل غوښتنلیکونه دې د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم په تړلې بڼه، د خبرتیا د نشر له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۳/۱۲ نېټې، سه شنبې ورځ، د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د افغانستان برېښنا شرکت د تدارکاتو او برابرولو ریاست ته وړاندې کړي.


له داوطلبۍ وړاندې غونډه د ۱۴۰۵/۰۳/۰۱ نېټې د سهار ۱۰:۰۰ بجې او د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۳/۱۲ نېټې، سه شبنې ورځ د سهار ۱۰:۰۰ بجې د یاد امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو ریاست کې جوړېږي.


یادونه: د آفر تضمین د پلي کېدو وړ نه دی او همدارنګه ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه نه منل کېږي.


پته: د افغانستان برېښنا شرکت، درېیمه ناحیه، دهمزنګ ـ کابل


د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:

۰۲۰۲۵۱۳۶۷۷