د داوطلبۍ خبرتیا!
د امارتي شرکتونو لوی ریاست د ملي بس امارتي شرکت په پام کې لري چې د خپل ملکیت اړوند د اداري او تخنیکي ودانۍ جوړولو د لګښتونو او ډیزاین پروژه د داوطلبۍ له لارې په تړون ورکړي.
هغه شرکتونه چې د ساختماني چارو طرحې، ډیزاین او د ودانیو په برآورد کې کافي مخینه او معتبر جواز ولري، کولای شي چې د خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۰۳/۱۵ نېټې، چهارشنبې ورځې پورې خپلې طرحې او پروپوزلونه د ملي بس امارتي شرکت د تدارکاتو او برابرولو عمومي مدیریت ته وسپاري.
له داوطلبۍ وړاندې غونډه د ۱۴۰۵/۰۲/۲۶ نېټې، شنبه ورځ او د آفر پرانېستنې غونډه د ۱۴۰۵/۰۳/۱۶ نېټې، پنجشنبې ورځې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو د یاد امارتي شرکت په مالي او اداري ریاست کې جوړېږي.
یادونه: د آفر تضمین الزامي نه دی.
پته: د ملي بس امارتي شرکت، زنده بانان، ۱۶ ناحیه ـ کابل
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرې سره په اړیکه کې شئ:
۰۷۴۷۳۸۸۲۲۰