د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د مالي او اداري چارو نوی رئیس معرفي شو
1405/2/20 00:00
Mumtaz خبرونه

د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت د مالي او اداري چارو نوی رئیس معرفي شو 


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالله مسلم له لوري د یاد امارتي شرکت د مالي او اداري چارو نوی رئیس، ملا احمد ولي، د یوې غونډې په ترڅ کې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. 


په دې غونډه کې، ولایتي مسؤولینو او یو شمېر کارکوونکو ګډون کړی وو؛ د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو امارتي شرکت اجرائیوي رئیس، مولوي عبدالله مسلم، د مالي او اداري چارو نوي رئیس ته د دندې مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې نوموړی به د مالي او اداري چارو په سمون او اغېزمنتیا کې مهم رول ولوبوي. 


همداراز ښاغلي مسلم، د ادارې د لا پرمختګ، د خدمتونو د کیفیت لوړولو او د کاري بهیر پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. 


د غونډې په پای کې، د مالي او اداري چارو نوي رئیس ډاډ څرګند کړ، چې د ادارې د پرمختګ، د چارو د لا ښه تنظیم او د کارکوونکو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره به عملي او اغېزمن ګامونه پورته کړي او خپله دنده به په پوره ژمنتیا سره ترسره کوي.