د امارتي شرکتونو لوي ریاست
د کابل - ډهلي سکټور لپاره د یو کيلوګرام بیه ۱.۲۰ ډالره وټاکل شوه
1405/2/20 00:00
Mumtaz خبرونه

د کابل - ډهلي سکټور لپاره د یو کيلوګرام بیه ۱.۲۰ ډالره وټاکل شوه


د امارتي شرکتونو لوی ریاست د آريانا افغان هوايي شرکت د هېواد د سوداګرۍ او صادراتو د ملاتړ په موخه د کابل - ډهلي سکټور لپاره د کارګو بیې په راکمولو کې، يو مهم او اغېزناک ګام پورته کړ.


د کابل - ډهلي سکټور لپاره د آريانا کارګو د یو کيلوګرام بیه ۱.۲۰ امريکايي ډالره ټاکل شوې ده، ترڅو ملي سوداګرو او صادرونکو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې شي.


د آريانا افغان هوايي شرکت رئيس، ملا بخت الرحمن شرافت وايي، چې د کابل - ډهلي کارګو د بیو کمښت به د افغاني توليداتو د صادراتو په زياتوالي کې مهم رول ولوبوي او هڅه کوي، چې په راتلونکې کې هم د خپلو خدماتو د لا ښه والي او د پېرېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره نوښتګر ګامونه پورته کړي.


د کابل-ډهلي کارګو چوپړتیاوو د بیو کمښت به د صادراتو په بهير کې چټکتيا او اسانتيا راولي، چې ورسره به د سوداګرو او پېرودونکو رضایت هم ترلاسه شي.